په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: د شکسپیر ۴۵۰مه کلیزه

د شکسپیر کلیزه

Image caption د ګلوب تیاتر خپل موسم د شکسپیر په ۴۵۰مې کلیزې پیلوي

لندن کې د شکسپیر په نامه د ګلوب تیاتر خپل موسم د ویلیم شکسپیر په ۴۵۰مې کلیزې سره پیلوي.

د نورو تیاتري لوبو ترڅنګ به د انتوني او کلیاپاترا، جولیس سیزر او د تېروتنو په نامه د شکسپير نوې کومېډۍ نندارې ته وړاندې شي.

د شکسپیر د زېږېدنې پر ورځ چې د اپرېل له ۲۳ مې سره برابره ده د هملېټ ننداره وړاندې کېږي چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ښوول شوې ده.

د دې دوه کلنې پروژې نندارې به په جرمني، ایټالیا، بلغاریا، مقدونیا، امریکا او هندوارس کې وښوول شي.

خو پوښتنه دا ده چې شکسپير ولې په نړیواله کچه دومره شهرت موندلی دی؟

د هغه د شهرت راز په څه کې دی؟ پر دې او نورو پوښتنو بحث کوو چې لیکوالان او څېړونکي هر یو صفیه حلیم او عبدالخالق رشيد راسره په کې خبرې کوي.

د افغانستان ملي موزیم نوې ودانۍ

Image caption د نوې ودانۍ مالي لګښت د امریکا متحده ایالاتونه ورکوي

دغه نوې ودانۍ چې مالي لګښت یې د امریکا متحده ایالاتونه ورکوي، د لیدونکو لپاره د ننوتو یوه لار، د اوږده دیوال او یوه منار په لرلو سره د افغانستان ملي موزیم د جوړونې ماسټر پلان یوه برخه ده.

په دې توګه به د چارواکو له خولې، د ملي موزیم لیدونکو او د موزیم توکو د خوندې کولو او ساتنې په موخه ډاډمنه فضا رامنځته شي.

د ودانۍ پرانستې مراسمو پر مهال په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جیمز بی کننګهم وویل:

"نړۍ به یوه ورځ دلته راشي او د افغانستان راتلونکي نسلونه او نړیوال لیدونکې به د افغانستان د هغه ملي موزیم څخه خوند واخلې چې د ټولو بې سارو او پخوانيو اثارو د نندارې وړتیا لري."

د بي بي سي ژورنالیزم پوهنځی

Image caption نجیبه لېمه وایي د ژورنالیزم پوهنځی د بي بي سي ټولو ژبو لپاره مهم دی

د بي بي سي ژورنالیزم پوهنځی په نوې بڼه پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه را څرګند شو.

دلته د خبریالۍ اساسي مهارتونو، بې پرې او سمې ژبې او د ژورنالیزم خپلواکۍ د بنسټیزو اصولو په اړه مشورې وړاندې شوې دي.

په دې وېبپاڼه کې د بي بي سي د خبریالۍ تجربې راټولې شوي او په وړیا ډول د نړۍ گوټ گوټ ته رسول کېږي.

د ژبې په سمې کارونې او ګرامر هم زیات پام شوی دی. د بي بي سي ژورنالیزم پوهنځي له مشرې نجیبې لېمې سره پرې خبرې کوو.