په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

موټر چلوونکي: ناټو ته اکمالات له مجبورۍ کوو

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل پاکستان ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو تودې خبرې وکړې.

په همدې حال کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له خوا د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اعتراض مظاهرې روانې دي چې له امله یې افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو په برخه کې ستونزې لا ډېرې شوې دي.

نور جزییات د احمد ولي مجیب په رپوټ کې.