په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کليو د پراختيا وزارت ولې بريالى دى؟

د افغانستان د کليو د پراختيا وزارت وايي په تيره لسيزه کې يې نژدې درې ميليارده ډالره لگولي دي. دغه وزارت وايي تر ٣٠ زرو ډېرو کليو کې يې پرمختيايي پروژې پلي کړي چې خورا گټورې وې.

خو د دغه وزارت مرستيال محمد طارق عصمتي مني چې د ځينو نورو افغان وزارتونو غوندې يې خپله ټوله بوديجه نه ده کارولې.

ايمل پسرلي ورسره په يوه مرکه کې لومړى د بوديجې نه لگولو خبره کړې ده.