په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د زورواکانو لاسونو ته د اقتصاد د لوېدا اغیزې

یو نوی رپوټ وايي د افغانستان اقصاد د یو شمېر زورواکو په لاس کې دی.

په دوی کې ځینې وزیران، والیان، د ملي شورا غړي او د پولیسو قوماندانان شامل دي.

د افغانستان د روڼوالي د څار ټولنې له خوا په خپاره شوي دغه رپوټ کې ویل شوي چې د ودانولو چارو تړونونه او د خوراکي او سون توکو د ورادولو چارې یوازې د څو تنو زور واکو په ولکه کې دي چې له امله یې خلکو ته هر کال د ملیاردونو ډالرو تاوان رسېږي.

په دغه رپوټ کې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۱۰۰ کارپوهانو سره د خبرو پر بنسټ چمتو شوی راغلي چې پر اقتصادي فعالیتونو د زورواکو د ولکې په نتیجه کې واړه سوداګر ځپل کېږي او د اقتصادي سیالیو مخه نیول کېږي.

اسماعیل سعادات په دې هکله د افغانستان د روڼوالي د څار ټولنې له جاوېد نوراني او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د نړیوالو اړیکو له مشر آذرخش حافظي سره خبرې کړي او لومړی یې له ښاغلي نوراني نه پوښتي چې د دغه نوي رپوټ موندنې څومره د اندېښنې وړ دي؟