په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوات ورکو شويو خپلوانه: ۷ کسان مو لا اوس هم ورک دي

د پښتونخوا سوات کې د ورکو شوو کسانو خپلوانو د هغوی د برخليک معلومولو په موخه په تېرو څو ورځو کې خپل احتجاج پلازمېنې اسلام اباد ته رسولى او هلته يې يو احتجاجي کمپ جو کړى و.

په سوات کې د طالبانو پر ضد د ۲۰۰۹ کال له پوځي عملياتو وروسته او هلته د حکومتي کنټرول ټينگولو په پايله کې سلگونه کسان ورک شوي دي.

د دغو کسانو خپلوان وايي چې هغوی له کوم تور اوجرم پرته د هېواد استخباراتي ادارو سره بنديان دي.

که څه هم د پاکستان استخباراتي ادارې په څرگند ډول په دې اړه څه نه وايي خو تېر کې د پخواني مشر قاضي چوهدري افتخار په غوښتنه څو کسان محکمې ته له وړاندې شوي وو.

د دوی ترمنځ ځينې کسان پېژندل شوي وو چې د کورنيو په وينا يې وړاندې هېڅ مړى ژوند نه وو معلوم.

له احتجاجيانو يوه هم د سوات مېرمن جهان صبا ده چې د بي بي سي پښتو طاهر خان سره خبرو کې وايي ۷ کسان يې له څلورو کلونو ورک دي.