سوېلي سودان
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوېلي سودان کې د ناورین راتلو وېره

سوېلي سودان ته د ملګرو ملتونو د مرستو مشر وايي، که چېرې هلته وضعیت همداسې نارامه پاتې شي او سیاستوال د شخړې هواری ونه غواړي، شاید په راتلونکو څو ورځو کې لوی ناورین رامنځ ته شي.

د ملګرو ملتو سرمنشي په جنوبي سودان کې د تاوتريخوالي د زياتېدو په تړاو خبرداری ورکړی، ويلي يې دي هغوی به ځواب ووايي چې په دغو ناکراريو کې ښکېل دي.

یاغيان چې ويل کېږي د جنوبي سوډان د پخواني مرستيال ولسمشر پلويان دي مهم ښارونه نيولي او لسګونه زره کسان د جګړې له وېرې تښتېدلي دي. د جنوبي سودان ولسمشر سلواکېر ويلي، ډېر ژر به د ده په خبره د ياغيانو پر وړاندې ګامونه پورته کړي.