په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې یوې ترکۍ ډرامې افغانان پر ځان را مات کړي؟

"وادي ګرګ ها" يا د لېوانو سيمه، هغه ترکي ډرامه ده، چې هره اوونۍ په يو شمېر افغاني تلوېزیوني چينلونو کې بيا بيا خپرېږي.

د بي بي سي بلال سروري وايي د طلوع په نوم مشهور تلوېزیوني چينل، ډېری ځوانان او د پاخه عمر خلک د دې ډرامې ليدو ته را مات کړي دي.

د دې ډرامې موضوع په ترکيه کې د نشه يي توکو او د وسلو پر په پټ لېږد راڅرخي. دا رنګه د واک پر سر د بېلا بېلو ډلو ټپلو او مافيايي ګروپونو ترمنځ سيالي هم د دې ډرامې خورا غوښنه برخه جوړوي.

مافيايي ګروپونه، چې له اسرايیلو او امريکا سره اړيکې لري هڅه کوي د ترکيې حکومت له پښو وغورځوي. په ترکيه کې د استخباراتو د پټو کړيو د غړو ترمنځ جګړه هم د ډرامې يوه برخه جوړوي.