په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

۲۵ کلونو کې د نړۍ د چاغانو شمېر څلور برابره شوى

د نړۍ مخ پر ودې هېوادونو کې په تېرو نژدې ٢٥ کلونو کې د چاغو کسانو شمېر څلور برابره شوى او شاوخوا يو ميليارد کسانو ته رسېږي.

په دې اړه د برتانيا د بهرنۍ پرمختيا انستيتوت نوې څېړنه وايي د نړۍ په لرو بر کې چاغوالی ډېر شوى او له دولتونو يې غوښتي چې د چاغوالي د مخنيوي لپاره اړين ګامونه اوچت کړي.

رپوټ د عوايدو زياتوالی، د غوړو خوړو، خوږو خوړل او لږ فزيکي فعاليت د چاغوالي په مهمو لاملونو کې ګڼلي دي.

رپوټ دارنګه له چاغوالي څخه رامنځ ته کېدونکې زړه حملې او شکرې د ناروغيو د ډېرېدا وړاندوينه هم کوي.

په دې اړه مو د سکاټلند د يوه روغتون له افغان ډاکتر امان شمس سره مرکه کړې او لومړى مو د دې رپوټ جزييات ترې پوښتلي دي.