په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سني جنګیالیو فلوجه ښار ونیو

له عراق نه خبرونه وايي چې مرکزي حکومت په لوېديځ کې د فلوجې ښار ولکه بايللې ده. دا ښار چې ډېرئ وگړي يې سنيان دي، پر ٢٠١١ کال د امريکايي ځواکونو تر وتلو دمخه د هغوى له خوا له ياغيانو "پاک" شوى و.

جګړه وروسته تر هغه پیل شوه، چې په دوشنبې حکومتي ځواکونو فلوجه ښار کې د سني عربانو د لاریون یو کمپ ړنګ کړ. لومړي وزیر نوري المالکي ژمنه وکړه، تر هغه به ځواکونه بېرته راستانه نه کړي، چې له "ترهګرو" یې دغه ښار بېرته نه وي نیولی.