په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له ولسمشره مو د رڼو ټاکنو ضمانت وغوښت

د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو کاندیدانو له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې له نوموړي وغوښتل چې د رڼو ټاکنو د تر سره کولو ضمانت وکړي.

دغو یوولسو کاندانو په ارګ ماڼۍ کې ولسمشر کرزي ته دا اندیښنه په ډاګه کړه چې ځینې دولتي چارواکي د یو شمیر کاندیدانو په ګټه ګمپاین ته ځانونه چمتو کوي.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یوه ولاړ کاندید داود سلطانزوی له بي بي سي سره په کتنه کې وویل په نننۍ کتنه کې ولسمشرۍ ته ټول نوماندان، د دوی مرستیالان، د ټاکنو د تر سره کولو او شکایت اورېدو د کمسیون غړو او د کابینې ځینو غړو ګډون کړی و.

ښاغلي سلطانزوی چې په دغه ناسته کې حاضر و وویل، ښاغلي کرزي له ټولو کاندیدانو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو رڼوالي لپاره دې ټول کاندیدان یوه کډه طرحه وړاندې کړي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له ښاغلي سلطاني زوی نه د مرکې په پیل کې پوښتلي، چې د کاندیدانو او ولسمشر کرزي ترمنځ خبرې په څه ورټولې وې