په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"بهرنیو او کورنیو کړیو ته به په ټاکنو کې د لاس وهنې اجازه ور نه کړو"

په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته درې میاشتې پاتې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي هڅه کوي چې په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو مخه ونیسي.

چارواکي وايي دا ځل به د رایو شمېرنه د رایو اچولو په مرکزونو کې ترسره شي او د دوهم ځل لپاره به د هغو موقتي کارکوونکو له استخدامولو ډډه وکړي چې په تېرو پړاونو کې په درغلیو تورن شوي وي.

په کابل کې خوشحال تایب د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مرستیال عبدالرحمان هوتکي سره ځانګړې مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې د ټاکنو د ترسره کولو لومړنۍ چارې څنګه پرمخ ځي؟