په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بغداد کې د عراقي ښځو ژوند او ستونزې

په عراق کې د جګړو له امله زرګونه ښځې کونډې شوې او وايي په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې ژوند کوي.

خو ځیني ښځي چې د ژوندانه شرایط یې یو څه ښه دي په دغه هېواد کې محافظه کاره ټولنه او خراب امنیتي وضعیت د ژوندانه خنډونه بولي.

په دې هکله له بغداد نه د بي بي سي د خبریالې شیما خلیل رپوټ ابراهیم امیري وړاندې کوي.