په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لاس وېګس کې د تکنالوژۍ غونډه پیل شوه

داسې غونډه چې ریښتیني استعدادونه، د سبا هیله من او د پیسو ګډوونکي ټول په کې راټولېږي.

دا د نوې ټکنالوژۍ او الکرتونیکي توکو د ښودنې نندارتون دی چې هر کال په جنورۍ کې د امریکا په لاس وېګس کې جوړېږي.

دا وار به هم دا غونډه لکه تل په ډرامې او ښکلا پیل شي. دا غونډه چې څومره د کمپینو او شرکتونو ده هغومره د عادي خلکو او ټکنالوژۍ مینه والو ده.

سږ کال به هم هر څوک په دې هڅه کې وي چې خپل تولید ته پکې مشتریان پیدا کړي.