اريل شارون
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شارون د ژوند لوړې ژورې

د اسراییلو پخوانی لومړی وزير اریل شارون د ۸۵ کلونو په عمر ومړ. نوموړی د مغزو له يوې سکتې وروسته اته کاله په کوما کې و. شارون په اسراییلو کې د پوځي او سیاسي ډګر یوه مخکښه څیره وه، خو د کار موده یې له ناندریو ډګه وه. له تېرو نژدې اتو کلونو راهیسې د هغه درملنه له تل ابیب بهر د شیبا په نامه روغتیايي مرکز کې روانه وه.