په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"مرکزي افریقا کې د جګړې قربانیان ملکیان دي"

Image caption د افريقايي چارو افغان څارونکي عنايت ساپي

د مرکزي افريقا جمهوريت په پلازمېنه بنگو کې د سيالو ډلو ترمنځ تاوتريخوالى دوام لري.

د سره صليب نړيوالې کميټې ويلي چې د يوه ملکي په گډون تراوسه درې کسان وژل شوي دي.

دغه تاوتریخوالی یوه ورځ وروسته له هغه دوام وکړ چې د دې هېواد مسلمان ولسمشر او لومړي وزير استعفا وکړه.

دا تاوتريخوالى دغلته د مسلمان لږکي او اکثريت مسحيانو ترمنځ روان دى.

د لوټمار رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

په دې هکله متین سمسور د افريقايي چارو له يوه افغان څارونکي عنايت ساپي سره مرکه کړې او په پیل کې یې د مرکزي افريقا په جمهوريت کې د روان تاوتريخوالي لامل ترې پوښتلی دی.