په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"پر اقتصادي تاسیساتو بریدونه د ټولو خواوو په تاوان دی"

پر لبناني رسټورانټ بريد په افغانستان کې د سوداگرۍ او پانگونې پر راتلونکې يو شمېر افغان سوداگر او پانگوال هم سخت اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزى وايي پر اقتصادي مرکزونه بريدونه به لا له هېواده د پانگو د ايستلو، اقتصادي رکود، بي روزگارۍ او بي وزلۍ د پراخېدو سبب شي.

هغه پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د هېواد ملې گټو ته پام وکړي او د سوداگرۍ او پانگونې د خوندې کولو خيال وساتى.

ښاغلي الکوزى له متین سمسور سره د مرکې په پیل کې د افغانستان پر اقتصاد د دغه ډول بريدونو پر اغيزو غږېږي.