په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"پاکستان کې له طالبانو سره د جګړې هوډ نشته"

پاکستاني پوليس وايي خېبر پښتونخوا کې پر يوه پوځي کاروان بمي چاودنې لږ ترلږه ۲۰ پوځیان وژلي او تر۳۰ ډېر يې ټپیان کړي دي.

د بنو په سيمه کې دغه چاودنه په هغه موټر کې وشوه چې له يوه پوځي مرکزه يې د شمالي وزيرستان نارامې سيمې ته د پوځیانو د لېږدولو تيارى نيوه.

پاکستاني طالبانو د بريد مسوولیت اخيستی دی.

په همدې پاکستاني طالبانو حکومت ته د سولې د خبرو وړاندیز هم کړی دی.

د دې مانا څه کېدای شي؟ د پاکستاني پوځ یو پخوانی افسر او د چارو شننونکی ډګروال سعد محمد له متین سمسور سره د مرکې په پیل کې همدا پوښتنه ځوابوي.