په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

گل رحمان قاضي: درې واړې قواوې اساسي قانون پښو لاندې کوي

د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون مشر وايي په د غه هیواد کې د قانون د پلېي کیدو له کچې راضي نه دی.

ګل رحمان قاضي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، اساسي قانون د بهرنیانو په ګډون د دولت د درې واړو قواوو له خوا تر پښو لاندې کیږي.

که څه هم نوموړی وايي چې د پخوا په پرتله اوس له اساسي قانونه سرغړونې کمې شوې دي.

د افغانستان د اساسي قانون پرتطبیق د څار کمیسیون څلور کاله مخکې جوړ شوی دی.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له ګل رحمان قاضي سره مرکه کړې .

نوموړى د مرکې په پیل کې د کمیسیون پر کارونو خبرې کوي.