بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه پیل شوه

Image caption د بي بي سي ټلویزیوني پښتو خپرونه اوس هره ورځ د شمشاد ټلویزیون له لارې.

د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۰مه: سر له نن ورځې د بي بي سي نړیوالې څانګې پښتو ټلویزیوني خبري خپرونې پیل شوې چې په افغانستان کې د شمشاد ټلویزیون او همدا راز د بي بي سي پښتو ویبپاڼې( bbcpashto.com) له لارې خپریږي.

د جنورۍ پر ۲۰ مه، د دوشنبې ورځې لومړۍ خپرونه ثنا ساپۍ وړاندې کړه.

د نویو ټلویزیوني خپرونو پیل د نویو ډیجیټالي رسنیو پر لور د بي بي سي د نړیوالو خبري خپرونو د پرله پسې هڅو یوه برخه ده.

دا خپرونې د بي بي سي د نړیوالې خبرې شبکې یوه بیلګه ده.

د بي بي سي د نړیوالې خبري څانګې زیات شمېر ژورنالېستان په بېلابېلو ژبو دغو خپرونو ته راپورونه جوړوي او په دې توګه د خپلو ژبو اوریدونکو او لیدونکو ته نړیوالې پېښې په سیمه يیز چوکاټ کې وړاندې کوي.

افغانستان لپاره د بي بي سي د خپرونو مشر ډاکتر لطف الله لطیف وايي :

"ډېر خوښ یو هغو لیدونکو او د بي بي سي مينه والو لپاره چې په زیاتېدونکې توګه د ټلویزیون او انټرنېټ له لارې ټلویزیوني خپرونې ګوري، په پښتو ژبه خپرونو ته پراختیا ورکوو. هیلمن یو چې په ټلویزیوني بڼه خپلو لیدونکو ته په پښتو ژبه د نړیوالو خبرونو د وړاندې کولو له لارې د خپلو مخاطبینو شمېر ډېر کړو."

د شمشاد بنسټ ایښوونکی فضل کریم فضل وایي:

"شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون د معتبرې نړیوالې رسنۍ بي بي سي له پښتو برخې سره پر خپلې ملګرتیا ویاړي. د افغانستان لپاره د بي بي سي پښتو خپرونو له وړاندې د بې پرې او دقیق ژورناليزم پر مټ د پام وړ شهرت او اعتبار ګټلی. موږ باور لرو چې دغه تازه ګام به د شمشاد او بي بي سي د مینه والو لپاره د دقیقو او پر وخت معلوماتو او اطلاعاتو برخه کې یوه بله په زړه پورې ډالۍ وي."

د بي بي سي نړیواله څانګه دنړۍ ګوټ ګوټ کې لیدونکوته د اړوندو لنډو ۱۰-۱۵ دقیقو خبري خپرونو رسولو لپاره نوي کم مصرفه تولیدي تخنیکونه کاروي.

د ۱۵ دقیقو ټلویزیوني خبري خپرونې په دې ډول دي:

دوشنبې نه تر جمعې پورې: خبري بولیټنونه.

شنبه: د اقتصاد له نړۍ.

یکشنبه: اوونۍ په خبرونو کې، چې د اوونۍ مهمو پېښو ته کتنه کوي.

د بي بي سي پښتو خپرونې هره ورځ د bbcpashto.com له لارې او هم د افغانستان د شمشاد ټلویزیوني شبکې له لارې ژوندۍ خپریږي .

د فکر لارې په نامه د بي بي سي پښتو خپرونې د ځوانانو د بحث پروګرام هم د شمشاد ټلویزیون له لارې خپریږي.

د بي بي سي پښتو یوه بله خپرونه چې آزاده جرګه نومیږي د بي بي سي د نړیوالې خیریه څانګې ،میډیا اکشن، په مالي مرسته جوړېږي اود افغانستان د ملي ټلویزیون له لارې خپرېږي.