په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"کرېکټ کې پاکستان ته ماتې د افغان لوبغاړو مورال لا لوړ کړ"

Image caption تر ۱۹ کلونو د کم عمره کرېکټ لوبغاړو روزونکی دولت خان احمدزی

د افغانستان تر ۱۹ کلنو ټيټ عمره کرېکټ ملي لوبډلې خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته بې سارې ماتې ورکړه.

د دواړو خواو ترمنځ د دوستانه سياليو په دريمې او وروستۍ لوبې کې چې لاهور کې ترسره شوه افغانستان په ټاکلو ۴۵ اورونو کې د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې یې پاکستانۍ لوبډلې وکولای شول چې یوازې ۵۲ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې روزونکی دولت خان احمدزی له عنایت الحق یاسیني سره د مرکې په پیل کې وايي چې دې لوبې د افغان لوبغاړو مورال لا لوړ کړ.