حامد کرزی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر امریکا د حامد کرزي کلکه نیوکه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال پر امریکا کلکه نیوکه وکړه، چې د بګرام زندان یې د "طالب جوړونې د فابریکې" په توګه جوړ کړی دی، خو ټینګار یې وکړ، چې د هېڅ فشار له کبله به یې هېواد له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو ته اړ نه شي.