په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فيضي: د زندانيانو په باب د بهرنيو نظر ردوو

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د بي بي سي له پښتو تلويزيون سره په خبرو کې د نړيوالو مرستندويو سوله ساتو ځواکونو هغه اعلاميه رد کړه چې د بگرام د زندانيانو په باب يې خپره کړې وه.

ايساف ويل چې له بگرامه د خوشي کېدونکو افغان زندانيانو پرېکړه ښايي افغان امنيت ته گواښ پېښ کړي.

هغوى دا هم ويل چې د دغو زندانيانو لاسونه د افغانانو په وينو سره دي.

وړمه ورځ ولسمشر کرزي د بگرام زندان د " طالبانو د توليد" فابريکه بللې وه.

له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خبرو کې ښاغلي فيضي وويل چې دا پرېکړه افغان عدلي او قضيايي ادارو کړې ده.