په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''د بګرام ۳۷ بندیان خطرناک نه دي''

د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو ارزونې کمیسیون وايي، له هغو ۸۸ بندیانو یې د ۳۷ تنو د خوشي کېدو پرېکړه کړې، چې امریکايي چارواکو خطرناک بللي دي. د دغه کمیسیون مشر عبدالشکور دادرس وايي، پر دغو ۳۷ تنو یې هیڅ ډول د جرم اسناد نه دي موندلي او له همدې امله یې د خوشې کېدو فیصله شوې. هغه وايي، دغه کسان به راتلونکیو دوو اونیو کې د اداري پړاونو تر پای ته رسیدو وروسته ازاد شي.

د ښاغلي دادرس په وینا دپاتې نور زندانیانو فضيې هم تر څیړنې لاندې دي، او تر بشپړیدو وروسته به یې برخلیک وټاکل شي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له هغه سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي، چې دغه کسانو خوشې کیدل یې دکومو دلایلو له مخې اعلان کړې دي.