په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د زرګونو چرګانو نیولو کې د چینايي پولیسو مداخله

د چین سوېل ختيځ ګویزهو سیمې پر یوه عام سړک له زرګونو چرګانو یو ډک موټر چپه شو، چې شاوخوا ۳۰۰۰ چرګان/چرګانې ازادې فضا ته خوشې شوې. چینايي پولیسو هڅه وکړه، چې خوشي شوي چرګان/چرګانې ونیسي، او بېرته یې خپلو قفصونو کې واچوي.

دې پېښې د څه وخت لپاره د شنبې په ورځ د ترافیکو تګ-راتګ هم بند کړی و، خو بالاخره ۹۰۰ چرګان/چرګانې بېرته پولیسو ونیولای شوای.