په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اڅکزى: په افغانستان کې لاسوهنه د پاکستان سوله ناشونې کوي

په داسې حال کې چې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره د يوۀ څلور کسيز پلاوى اعلان کړى، د پښتنو يو ملتپال مشر محمود خان اڅکزى وايي، تر هغه چې پاکستان په افغانستان کې د نه لاسوهنې ضمانت ونکړي، په دغه هېواد کې سوله نشي راتلاى. ښاغلى اڅکزى دغه څرگندونې په اسلام آباد کې د افغانستان پر سوله جوړ شوي کنفرانس ته وکړې: