په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"موږ د ټاکنو د ټول بهیر امنیت غواړو نه د ټاکنو د ورځې"

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور.

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماندان او چارواکي په يو ډول د انتخاباتي کمپاینونو پیل ته ارزښت ورکوي.

لومړی یې هدف ته د ورلنډو یو مهم ګام بولي دوهم دا چې د خپل مسوولیت د ادا کولو ازمایښت.

تر ټولو لوی ازمایښت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دی چې پر دې ټولو بهیر پام ساتي.

داود جنبش د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له ویاند نور محمد نور سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د انتخاباتي تبلیغاتو پیل څنګه بولي؟