په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هرات کې د نجونو کریکټ لوبډله

نور نو نوې خبره نه ده، ملي لوبډله نړيوالو اتلوليو ته رسېدلې او افغانان پرې وياړي.

خو په هرات کې په سلگونه نجونې اوس په کرېکټ لوبه بوختې دي او هغو ورځو ته سترگې په لار دي چې د نورو ولايتونو له نجونو سره سيالۍ وکړي.

څوک خبر چې يوه ورځ به په نړيوالو اتلوليو کې هم د افغانستان استازيتوب ور په برخه شي.

د محمد قاضي زاده رپوټ