سیاف
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سیاف: ناامني د افغانستان لویه ستونزه ده

په افغانستان کې ولسمشرۍ ته نوماند عبد رب الرسول سیاف پخپله ټاکنیزه غونډه کې وویل، چې ناامني د هېواد تر ټولو لویه ستونزه ده، چې په وینا یې که چېرې دی واک ته ورسېږي، امنیت راوستل به یې لومړیتوب وي. ښاغلي سیاف له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه هم وویل چې په دې اړه به د تېرې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې درناوی وکړي.