په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا ته د پوځي اډو د ورکړې شرايط

افغان ولسمشر حامد کرزى وايي که د امريکا پوځي اډې د افغانستان د سولې او امن سبب شي هر کلى به يې وکړي.

د بي بي سي له پښتو تلويزيون سره په لومړنۍ مرکه کې افغان مشر وويل له متحدو ايالاتو سره يې اړيکي له ملي گټو سره تړاو لري.

حفيظ الله معروف له ولسمشر کرزي سره مرکه د هغو رپوټونو پر سپيناوي پيل کړه چې ويل يې کابل کې د ولسمشرۍ دفتر تور پورې کړى چې گواکې د طالبانو د ځينو بريدونو تر شا امريکاييان لاس لري.