په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې د چنگېز خان ټاټوبي کې شپنی ژوند په بدلېدو دی؟

له پېړيو پېړيو د منگوليا شپانه د چين په شمالي څړ ځايونو کې د خپلو څارويو په پوولو بوخت و.

خو اوس چې دا سيمه د ځمکې لاندې زېرمو د راسپړلو له امله مخ په بدلېدو ده ځايي خلک وايي دوديز ژوند يې په چټکۍ بدلېږي. منگوليا په غازو او نورو ارزښتناکو زېرمو ډکه ده. د خلکو پر دوديز ژوند يې اغېز وينو.