په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند کې د ماشومو کار ګرانو ستونزه

په داسې کارځايونو کې چې په شتمنو هېوادونو کې د پېرودونکو لپاره جامې جوړېږي، د ماشومانو په کار ګومارنه تل د خبرونو سرټکي جوړوي.

خو په هند کې د دغې ستونزې په اړه خبرې کمې کېږي.

حکومت باور کوي، لږترلږه نيم مليون ماشومان له خپلو کورونو بېول شوي او د ځايي کارګرانو په توګه په ښارونو کې کارځايونو ته استول شوي دي.

ځينې وايي دا د ټولنې منځني پوړ راپورته کېدو ناببره پايله او په هند کې د ارزانه کورني کار غوښتنه يا تقاضا ده.