په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جنوبي کوریا د خوړو صادرولو هڅې کوي

جنوبي كوريا دې ته لېواله ده چې بهر ته د خپلو خوړو صادرات دود کړي او ورسره د کوريايي خوراکونو نوم او شهرت وغوړوي او د جاپانيانو، تايلنډيانو او چينايانو سيالي پرې وکړي.

يو ډول داسې خواړه شته چې په اصل کې کوريايي بلل کېږي، دا د سبو ترخه خواړه دي چې کيمچي يې بولي.

دې ته په عمومي توګه له والگي نيولې، تر سرطان ناروغيو درملنې پورې ګټورو خوړو په توګه کتل کېږي، او د پخلي کورنۍ بڼه يې نسل په نسل لېږدول کېږي.

خو اوس دغه کوريايي خواړه، کيمچي په کور دننه د خوړو دود بدلون او هم دې واقعيت له مخې له سختې سيالۍ سره مخامخ دي، چې ډېر يې اوس له بهره ورواردېږي.

له همدې امله اوس داسې هڅې روانې دي چې دغه خواړه د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم کړی شي.