په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر اردني اقتصاد د سوري کډوالو اغېز

د سوريې جګړه روانه ده، او ټولې ډيپلوماټيکې هڅې داسې ښکاري چې درېدلې وي.

په همدې وخت کې د سوريې کډوال پر ګاونډيو هېوادونو ورمات دي، او دا چاره ورته په ګرانه بيه تمامېږي.

د اردن پاچا عبد الله له نړيوالې ټولنې د مليونو ډالرو غوښتنه کړې، چې د دغو کډوالو سمبالولو کې ورسره مرسته وکړي.

بي بي سي دغه هېواد ته ورغلې وه، چې وګوري نژدې نيم مليون سوري کډوالو پر اردني اقتصاد څومره اغېز کړی دی.