په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوریې کلابند وروسته د مرستو لړۍ بیا پیل شوه

د سوريې په حمص کې کلا بندو خلکو ته د مرستو رسولو چارې، دغلته له ځايي والي سره د اوربند د غځولو تر خبرو وروسته بيا پیل شوې دي.

مرستندویه ادارو له دغه ځایه د ایسارو خلکو وتلو ته بسونه ځای پر ځای کړي و.

خو د هغو سلګونه سړیانو برخلیک چې له دغه کلابنده ښاره د وتلو پر مهال حکومتي چارواکو د پوښتنو گروېږنو لپاره له ځانه سره یوړل تر اوسه ناڅرګند دى.

د اسماعیل میاخېل رپوټ