په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غره بوټېدو د جاوا ټاپو خلک کور پرېښودو ته اړل کړل

دوه سوه زره خلک اېستل شوي، هوايي ډگرونه او سړکونه تړلي او د سلفرو غازو پرېړ بوی په هوا کې خپور دى.

دا د اندونيزيا گڼ مېشتي جاوا ټاپو حالت دی. دغلته د کېلود غره اورشيندي. د غره ايرو د ٥٠٠ کيلو مټرۍ واټن کې لرې پراته ښارونه او کلي هم پوښلي دي.

لږ تر لږه دوه کسان په يوې جلا پېښې کې هغه مهال ووژل شول چې کورونه يې را پرېوتل، او د غره د ډبرو د فشار له امله ونړېدل.