په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فوتسال ښځینه افغان لوبډلې ته سیالۍ پائ ته ورسېدې

د افغانستان د نجونو فوتسال لوبډلې غوراوي ته سيالۍ په کابل کې پاى ته ورسېدې.

په دغو لوبو کې ١٢ کلبونو برخه واخيسته چې افغان کلب په کې لومړى مقام وگاټه.

په افغانستان کې شاوخوا ٢٠٠ نجونې فوتسال لوبه کوي او لوبغاړې يې وايي چې د ټولنې فکر د نجونو پر لوبو بدلېدونکى دى.

حفيظ الله معروف د کابل سياليو ته ورغلى و او دا رپوټ یې چمتو کړی دی.