په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند کې د نسلپالنې پرضد د اقداماتو غوښتنه

د تبعيض ضد فعالان په هند کې تر هغه وروسته د نسلپالنې پر وړاندې د نويو گامونو غوښتنه کوي چې په دې وروستيو کې د يوۀ کالج زده کوونکى په ډیلي کې ووژل شو.

دغه زده کوونکی چې د هند له شمال ختيځه راغلی و، ځکه خلکو په نښه کړ چې بل ډول ښکارېده.

د هند په شمال ختيځ کې ځايي خلک برمايانو او چيناييانو ته ورته دي او وايي په نور هېواد کې ورسره تبعيضي چلند کېږي.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې ایمل پسرلی یې وړاندې کوي.