په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په اوکراين کې د شړل شوي ولسمشر وېکتور يانکوېچ د نيولو امر شوى

په اوکراين کې د شړل شوي ولسمشر وېکتور يانکوېچ د نيولو امر شوى دى.

پر دۀ د سوله ييزو وگړو د گڼ وژنې تور پورې شوى دى.

د ولسي جرگې غړو دى د شنبې په ورځ له واکه لرې کړ.

ښاغلي يانکوېچ دغه عمل کودتا وباله، خو لکه په دې رپوټ کې چې يې وينئ اوکرايني سايستوال لا هم د سره وېشل شوي هېواد، يووالي ته بايد ډېر څه وکړي.