په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوکرایین کې د نوي حکومت جوړولو هڅې ځنډېدلي

په اوکرایين کې د يووالي يوه نوي حکومت جوړولو هڅې تر پنجشنبې پورې ځنډول شوې دي.

منځمهالي ولسمشر اُلکساندر تورچينوف د هغه څه په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې ده د دغه هېواد په ځينو برخو کې د بېلتون خطرناکې نښې بللې دي.

په همدې حال کې له واکه د شړل شوي ولسمشر ویکتور یانوکوېچ ځای ځایګې معلوم نه دی او د اوکرایین پارلمان اعلان کړی چې که هغه ونیول شي نو نړیوالې محکمې ته به یې وسپاري.

په اوکرایین کې د حکومت جوړولو هڅو د ځنډېدو په اړه دا رپوټ وګورئ چې داود جنبش یې وړاندې کوي.