په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

روسیې د کریمیا هوایي ډګرونه نیولي دي، ولې؟

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر په روسیې تورلګولی چې سمندري ځواکونو یې په کریمیا کې د سېواستوپول هوایي ډګر نیولی دی.

ارسېن اواکوف دا وسله وال یرغل بللی دی.

د کریمیا بل مهم هوایي ډګر سمفیروپول هم وسله والو کسانو نیولی دی.

ویل کېږي چې دا کسان روسي پلوه ملیشې دي.

خو په تور سمندرګي کې د روسیې سمندري ځواک دا نه مني چې په هوایی ډګر کې د دوی ځواکونه دي.

په کییف کې مېشت افغان، انجینر ولي الله بدلون له عنایت الحق یاسيني سره په روانو حالاتو غږېږي