په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سیمه د اوکرایین پوځي کنترول یې د روسیې

د اوکرایین په سویلي سیمې کرېمیا کې روسیې خپل پوځي شتون د نړیوالو له فشارونو سره سره هم سخت ساتلی دی.

بل خوا د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په برسلز کې پر همدې موضوع بېړنۍ غونډه کوي خو په عین حال کې د اوکرایین لويې پوځي اډې د تیارسۍ په حالت کې دي.

روسیه وايي هوډ لري چې سرتېري به یې تر هغو د ملي ګټو خوندي کولو لپاره کار کوي چې حالت، بېرته عادي شوی نه وي.

په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې یما بارز یې وړاندې کوي.