گوانتانامو زندان
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د گوانتانامو د خوشي شويو زندانيانو نکلونه

د انځور حقوق BBC World Service

د گوانتانامو زندان له جوړېدو راهيسې له ناندريو سره مل دى. د دغه توقيف ځاى تړل هم چې امريکا د هغو کسانو د ساتنې لپاره جوړ کړ چې غليم جنگيالي يې بولي، خورا سخت ثابت شو. ولسمشر اوباما تر اوسه د خپلې د غې ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغلى. خو د گوانتانامو پخواني زندانيان چې اوس آزاد دي څه راز ژوند لري؟

زموږ همکار داود اعظمي افغانستان او کيوبا ته تللى چې د هغو کسانو چې غليم جنگيالي بلل شوي او د هغوى د ساتونکو نکلونه واوري . نوموړي د آزادۍ فصل په نامه د بي بي سي په ځانگړو رپوتونو په لړ دغه رپوټ برابر کړى چې اورېدلو ته مو رابولو