په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د چین ولسي ګانګرس خپله کلنۍ غونډه پرانیسته

د چین پارلمان خپله کلنۍ غونډه نن په بېجېنګ کې پيل کړه. دې غونډې ته درې زره برخه وال ورځي چې لس ورځې به دوام کوي. لومړي وزیر لي که چیانګ د راتلونکي لپاره خپل لیدلوری په ډاګه کړ او برخه والو ته یې وويل چې د حکومت تر ټولو لومړی کار، اقتصادي پرمختیا ده خو سخت جوړښتي سمونونو ته اړتیا شته.