په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان میندې چې د کار لپاره ماشومان نشه کوي

د افغانستان په شمال کې ډېری هغه کورنۍ، چې غالۍ اوبي، خپلو ماشومونو ته مخدره توکي ورکوي.

دغه کورنۍ وايي، ماشومان ځکه نشه کوي، چې ویده شي او دوی د غالیو اوبدلو لپاره وخت پیدا کړي.

د دغو کورنیو لپاره غالۍ اوبدل د ډوډۍ موندلو یوازینۍ لار ده خو په ډېره لوړه بیه ورته تمامیږي.

حفیظ الله معروف په شمالي ولایت جوزجان کې یوې داسې کورنۍ ته ورغلی و.