په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اندونېزیا کې د نانځکو هنر

د پېړیو په اوږدو کې د سیورو نانځکې په اندونیزیا کې د ماشومانو او لویانو لپاره په ساعت تېرۍ مشهورې دي.

دا په اندونېزیا او اسیا کې د لرغوني هنر برخه ده.

د کلونو په اوږدو کې د هغو کسانو شمېر کم شوی چې دا نانځکې یې جوړولې.

خو اوس د جاوا په ټاپو کې یوه کلي هوډ کړی چې د ګرځندوی د غوړېدا لپاره دا لرغونی هنر بېرته را ژوندی کړي.