په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مارشال فهیم مړینه: میراث او پر حالاتو یې اغېز

د ولسمشرۍ لومړنى مرستيال قسيم فهيم په داسې وخت کې مړ شو چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکو کمپاين روان دى.

دا چې د افغانستان په روان حالاتو به د هغۀ مړينه څه اغېز ولري، تېر کې د هغه رول ته څنگه کتل کېږي او ميراث يې څه دى؟

دا او نورې پوښتنې عنایت الحق یاسیني د جهادي مشر قاضي محمد امين وقاد، د چارو شنونکي هارون مير او ورځپاڼه ليکونکي مطيع الله اباسين مخې ته اېېښې دي.

پیل ښاغلي مير کړی دی.