په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنازه

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د جنازې مراسم نن په ولسمشرۍ ماڼۍ 'ارګ' کې ترسره شو. د هغه مړی د کابل بادام باغ سیمه کې خاورو ته وسپارل شو. د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر د یوه مرستیال په مړینې او یا استعفا کولو سره، ولسمشر باید خپل نوی مرستیال وټاکي او ولسي جرګې ته یې معرفي کړي.