په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مارشال فهیم ژوند ته لنډه کتنه

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

د ٥٦ کلن مارشال د جنازې مراسم په ولسمشرۍ ماڼۍ 'ارګ' کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د لوړپوړو افغان چارواکو ترڅنګ، د نژدې ۵۰ هېوادونو استازو هم ګډون درلود.

ښاغلی فهیم د تېرې یکشنبې په ورځ مړ شو، او افغان حکومت يې په مړينه درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی و.

محمد قسیم فهیم د ځینو په اند، د نويیمې لسیزې کورنیو جګړو کې د ښکېلتیا له امله یوه لانجمنه څېره وه.

پر ده نیوکې هم کېدې، چې ګني پر لوړو حکومتي څوکیو یې خپل ګوندي ملګري او خپلوان ګومارلي دي.

خو ولسمشر کرزي بيا خپله وينا کې دی په هېواد مين او خواخوږى وباله.

د فهيم تېر ژوند ته وړانګه عليزۍ ځغلنده کتنه لري.