په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په کرېمیا کې وسله والو یو پوځي روغتون نیولی

د امريکا او اروپايي ټولنې چارواکي په لندن کې سره غونډ شوي چې د اوکرایين کريميا کې د مداخلې له امله پر روسيه د لا نورو بنديزونو پر لګولو غور وکړي.

نن سهار، د اوکرایين لرې کړی شوي ولسمشر وېکټر يانکووېچ چې له روسيې يې ويناکوله، وويل په اوکرایين کې واګې د توندلاريو نشنلسټانو او نويو فاشېسټانو لاسونو ته ورغلي.

پر همدې مهال په کرېميا کې وسله والو چې باور دی، روسان به وي، يو

پوځي روغتون نيولی دی.

په دې هکله نور تفصیل په دې رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.