په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوکرايین ختيځ کې خلک وايي روسيه سود سودا ته ښه ده

ولسمشر اوباما نن په واشنګټن کې د اوکراییني مشرانو غونډې ته تیاری نیسي. واشنګټن وايي په اوکرایین کې د روان تاوتریخوالي له امله به، پر روسیې، د هغې د کړنو پر سر قیمت کېږدي.

د یکشنبې په ورځ په کریمیا کې خلک په هغه نظر پوښتنه کې رایه ورکوي چې له روسیې سره یو ځای شي که نه. داسې اندېښنې هم شته چې ښايي روان تاوتریخوالی به د اوکرایین په ختیځ کې، روس ملاتړو سيمو ته هم وغځېږي.